د خواړو او د کورونو کمښت د کډوالو مهم مشکلات دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141156-د_خواړو_او_د_کورونو_کمښت_د_کډوالو_مهم_مشکلات_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی له پاکستان څخه ایستل شوي افغان کډوال د اوبو ، خواړو او د کورونو له کمښت سره مخامخ دي.
(last modified 2023-11-07T05:01:35+00:00 )
Nov 07, 2023 09:28 Asia/Kabul
  • د خواړو او د کورونو کمښت د کډوالو مهم مشکلات دي

زمونږ خبریال راپور راکړی له پاکستان څخه ایستل شوي افغان کډوال د اوبو ، خواړو او د کورونو له کمښت سره مخامخ دي.

په افغانستان کښې مرسته رسونکو موسسو ویلي دي هغه افغان کډوال چې په تیرو څو ورځو کښې له پاکستان څخه ایستل شوي دي د اوبو ، خواړو ، د کورونو او د روغتیايي مسائیلو په شمول له ستونزو سره مخامخ دي.

مرستندویه موسسو وویل د افغانستان ډيرې  کډوال د پاکستان د پولیسو  لخوا د نیول کیدا او د دوې د شتمنیو د کنګل کیدا د ویرې په خاطر خپل هیواد ته ورستانه شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو رسنیو ته وویل چې د خوراکي شیانو د ویشلو او نورو ضرورتونو په زمینه کښې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره مو یوشمیر کمیټیانې جوړې کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې مدیر هم وویل ډيرې کسان چې افغانستان ته ورستانه شوي دي د زده کړې مدرکونه نلري او دوې ته د تعلیم د  ورکولو کار مشکل کوي.

دغو افغانانو اردو او انګریزۍ ژبې زده کړي دي او له پښتو او دري ژبو سره نه دي بلد.