د عبدالله صالحي په نوم یو ۳۵ کلن افغان یوه جنګي چورلکه جوړه کړې
Nov 22, 2023 16:58 Asia/Kabul
دغه افغان وایي، په یاده چورلکه یې شاوخوا څلور سوه زره افغانۍ شخصي لګښت کړی او د درې کالونو په موده کې یې د یادې چورلکې د جوړولو اتیا سلنه چارې بشپړې کړي دي.
هغه وایي، دغه چورلکه د دوو پیلوټانو له لورې مدیریت کېدای شي.
نوموړی وایي، د اتیا سلنه چورلکې د چارو بشپړېدو لپاره یې پیسې له ودانیزو چارو او آشپزۍ څخه په مزدورۍ تر لاسه کړي او هیله یې ښودلې، که لاسنیوی یې وشي، نو د چورلکې چارې به سل سلنه بشپړې کړي.