کابل کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143206-کابل_کې_د_کورنیو_تولیداتو_درې_ورځنی_نندارتون_پرانیستل_شو
د کورنیو تولیداتو د معرفي او ملاتړ په موخه په کابل کې درې ورځنی دویم ملي نندارتون جوړ شوی.
(last modified 2023-12-15T04:31:13+00:00 )
Dec 15, 2023 08:59 Asia/Kabul
  • کابل کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د کورنیو تولیداتو د معرفي او ملاتړ په موخه په کابل کې درې ورځنی دویم ملي نندارتون جوړ شوی.

د دغه نندارتون سمبالوونکي وايي، چې په دې نندارتون کې سوداګرو په ۵۲ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي، چې له ډلې یې ۱۰۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په دغه نندارتون کې ویلي، چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي.

د نوموړي په وینا، د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل ګټور دي.