کابل کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
Dec 15, 2023 08:59 Asia/Kabul
د کورنیو تولیداتو د معرفي او ملاتړ په موخه په کابل کې درې ورځنی دویم ملي نندارتون جوړ شوی.
د دغه نندارتون سمبالوونکي وايي، چې په دې نندارتون کې سوداګرو په ۵۲ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي، چې له ډلې یې ۱۰۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په دغه نندارتون کې ویلي، چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي.
د نوموړي په وینا، د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل ګټور دي.
ټیګونه