طالبان د افغانستان د هوائي ځواک د ظرفیّت د زیاتولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143242-طالبان_د_افغانستان_د_هوائي_ځواک_د_ظرفیّت_د_زیاتولو_هڅه_کوي
د هوائي ځواک پراختیا دهیوادونو لپاره ډير لګښت لري ،خو په افغانستان  کې د طالبانو حکومت د پیلوټانو د روزنې  او په دغه  هیواد کې د هوائي ځواک دظرفیّت د زیاتولو  لپاره هڅه کوي.
(last modified 2023-12-16T04:20:02+00:00 )
Dec 16, 2023 08:47 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان د هوائي ځواک د ظرفیّت د زیاتولو هڅه کوي

د هوائي ځواک پراختیا دهیوادونو لپاره ډير لګښت لري ،خو په افغانستان  کې د طالبانو حکومت د پیلوټانو د روزنې  او په دغه  هیواد کې د هوائي ځواک دظرفیّت د زیاتولو  لپاره هڅه کوي.

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،  دافغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزارت  پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، ۲۲ کسان درې میاشتنۍ او شپږ میاشتنۍ عملی روزنې له پړاؤنو تیریدا وروسته د الوت،د الوت د انجنئيرډ کولو  او د تعمیراتو د کارپیژندنې لپاره  تیار شو ي دي .

په دغې  اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په دغو کسانو کې اوه پیلوټان،دوه د پيلوټانو روزونکي ، د الوت  لس انجنئيران او  د الوت د سسټم او د وسایلو د  تعمیراتو د پیلولو  درې کارپيژاند  یا متخصصان شامل دي .

د افغانستان د طالبانو د حکومت د هوائي ځواک قوماندان عبدالغفار محمدي  په دې زمینې کې ووئيل،  چې دغه پیلوټانو په  ایم  ائي -35 ډوله چورلکو سره  الوت په بریالیتوب سره ترسره کړی دی.

د طالبانو د حکومت د هوائي کنډک قوماندان محمد صادق هم وئيلي دي،په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له دوه کاله او څلور میاشتو تیریدا وروسته  دوي هڅه کوي چې د نورو کسانو لپاره هم ازمیښتي الوتونه  برابر کړي.

امریکا او ناټو دافغانستان دپخواني حکومت پیلوټانو ته ټرینینګ  ورکاوه، او په روزونکو پړاؤنو کې د ګډون لپاره ئې  دناتو غړو هیوادونو ته لیږل. د طالبانو د حکومت په هوائي ځواک کې زیاتره  د روسیې له جوړو شوو چورلکو څخه  استفاده کیږي،البته ددغو چورلکو شمیر محدود دی.امریکائي عسکرو د اشرف غني دحکومت له نسکوریدا  وروسته زیاتره پوځي الوتکې او چورکلې تباه کړي او غیر عملیاتي ئې کړي دي، ددغو  الوتکو بیا رغول او ساتل ډير ګران او زیات لګښت لري.