ننګرهار کې پنځوس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
د ننګرهار سیمه ایز چارواکي وايي، د دوو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی، په دوستۍ بدل شوې.
د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ هغه دښمني چې له ۵۰ کلونو راهیسې روانه وه، په دوستۍ بدله شوې ده.
د چارواكو په وينا، دغه دښمني چې له پنځوسو كلونو راهيسې روانه وه، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په منځګړیتوب او د ننګرهار د قومي مخورو په همكارۍ هواره او سولې ته ورسېده.
د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مشر رحمت الله غازي عمر وویل: تر هغو به آرام نه کېږو، تر څو چې د ننګرهار ولایت د قومونو تر منځ خپلمنځي شخړو او اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په نورستان ولايت کې د درېيو قومونو تر منځ ٤١ کلنه دښمني د دغه ولايت د سرحدونو چارو رياست، قومونو او قبايلو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.