دښمانان په افغانستان کښې مذهبي اختلافات اچوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144468-دښمانان_په_افغانستان_کښې_مذهبي_اختلافات_اچوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت مرستیال «مولوي محمد نبي عمري» وویل : دښمانان په شیعه وروڼو باندې په حملو سره د مذهبي تفرقې د رامینځته کولو هڅه کوي.
(last modified 2024-01-08T23:18:16+00:00 )
Jan 09, 2024 01:33 Asia/Kabul
  • دښمانان په افغانستان کښې مذهبي اختلافات اچوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت مرستیال «مولوي محمد نبي عمري» وویل : دښمانان په شیعه وروڼو باندې په حملو سره د مذهبي تفرقې د رامینځته کولو هڅه کوي.

د افغانستان په لویدیځ کښې په هرات ولایت او د کابل په شیعه میشته سیمو کښې په شیعه علماو باندې په  تیرو دوو میاشتو کښې په ترهګرو حملو کښې د دغه هیواد په لسګونو شیعه مسلمانان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال محمد نبي عمري پرون په کابل کښې په یوې غونډې کښې وویل د افغانستان دښمانان په شیعه وروڼو باندې په حملو سره غواړي د مذهب په نوم د افغانستان د  خلکو ترمینځ اختلاف رامینځته کړي  خو د خلکو په هوښیارۍ سره باید پوه شي چې دغه ارزو ته نه رسیږي.

د محمد نبي عمري دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې په تیرې شنبې ورځ د کابل ښار په لویدیځ کښې په یوه مسافر وړونکي بس باندې بمي چاودنه وشوه چې له کبله یې شل شیعه مسلمانان مړه او ژوبل شوي وو.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو استازندویه دفتر یوناما هم وړمه ورځ وویل چې دغه ارګان په ملکي وګړو باندې د هدفمنو حملو د بندیدا ، د افغانستان د هزاره قوم د غړیو د ساتنې او د دا ډول حملو د عاملانو د ځواب ویلو غوښتونکی دی.

د افغانستان د شیعه علماو شورا هم په نوي بیانیې کښې د طالبانو له امنیتي ځواکونو غوښتي دي چې د خلکو د امنیت تامینول جدي وګڼي او اجازه دې ورنکړي چې یوځل بیا هیواد له ګډوډۍ، ټرور ،  بم چاودنو او وژلې سره مخامخ شي.