په بدخشان کې زلزله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144500-په_بدخشان_کې_زلزله_شوې
یوه زلزله چې شدت یې نسبتاً کم وو، د شپې په یوه بجه او ۲۷ دقیقې د افغانستان په بدخشان ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوه.
(last modified 2024-01-09T07:47:48+00:00 )
Jan 09, 2024 11:29 Asia/Kabul
  • په بدخشان کې زلزله شوې

یوه زلزله چې شدت یې نسبتاً کم وو، د شپې په یوه بجه او ۲۷ دقیقې د افغانستان په بدخشان ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد څخه ۶۹ کیلومتره لېرې وو.

د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۲ درجې اټکل شوی دی.