په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده
Jan 15, 2024 09:34 Asia/Kabul
د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
دغه هلک محمد نومېده او د مرغومي په ۲۴مه شاوخوا ۷:۰۰ بجې د باميانو ولايت مرکز اړوند په «زرګران» سيمه کې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند يې پای ته رسولی.
د باميانو ولايت امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه تنکي ځوان جسد يې د پلټنو لپاره روغتون ته لېږدولی دی.
تر اوسه د دغه ځوان د ځانوژنې انګېزه نه ده څرګنده.
له دې سره، د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په «بدراب» کلي کې هم د مرغومي په ۲۴مه يوه تنکي ځوان ځانوژنه کړې ده.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې زیاتې شوې دي.
ټیګونه