مولانا فضل الرحمان:
مونږ په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو
د پاکستان د جمعیت علما د ګوند مشر ویلي چي پاکستان د نړیوال نظام برخه ده او په یوازي سر، په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه شي پېژندلای.
په داسي حال کې چي طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته، سرپرست حکومت رامینځ ته کړی او له نړیوالو غواړي چي حکومت یې په رسمیت وپېژني لیکن نړیواله ټولنه او په تېره بیا غربي هیوادونه طالبان د بشري حقوقو په نقضونې تورنوي او له رسمیت پېژندنه یې ډډه کوي.
د پآکستان د جمعیت علما د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان چي په وروستیو ورځو کې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره د کتنې په موخه کابل تللی وو، پاکستان ته له ستنېدو وروسته، د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: پاکستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده او غواړي له نړۍ سره په یوه سلا حرکت وکړي، نو ځکه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
هغه زیاته کړه: د پاکستان له خوا په یوازې سر، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه کولایشي ستونزې رامینځ ته کړي.
مولانا فضل الرحمان همدارنګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په هکله وویل باید د افغان کډوالو د چټک ایستلو په مخ کې پراته خنډونه لیري شي او دواړو لورو په دې زمینه کې همکاري وکړي.
هغه تېره اوونۍ د کابل او اسلام آباد تر مینځ د لانجو د راکمولو په هدف سره، کابل تللی وو څو په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.