د ستونزو د هوارولو لپاره افغانستان باید د نړیوالو ارګانونو غړي شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144892-د_ستونزو_د_هوارولو_لپاره_افغانستان_باید_د_نړیوالو_ارګانونو_غړي_شي
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر د اروپایي اتحادیې د سفارت له شارژدافیرې سره، په کتنه کې وویل چي د ستونزو د هوارېدو لپاره افغانستان باید د نړیوالو ټولنو غړیتوب تر لاسه کړي.
(last modified 2024-01-17T04:27:15+00:00 )
Jan 17, 2024 08:55 Asia/Kabul
  • د ستونزو د هوارولو لپاره افغانستان باید د نړیوالو ارګانونو غړي شي

په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر د اروپایي اتحادیې د سفارت له شارژدافیرې سره، په کتنه کې وویل چي د ستونزو د هوارېدو لپاره افغانستان باید د نړیوالو ټولنو غړیتوب تر لاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی د اروپایي اتحادیې له شارژدافیري رافائلا یودیچه سره، په ملاقات کې وویل:  د دې لپاره چي په افغانستان کې روانې ستونزې هوارې شي، باید اسلامي امارت ته په نړیوالو ارګانونو کې غړیتوب ورکول شي څو افغانان خپل رېښتني استازي ولري.

حقاني زیاته کړه:  افغانستان له څو لسیزو ستونزو او بې ثباتیو څخه اوس په چټکی سره، د سیاسي او اقتصادي ثبات په لورې درومي او افغانان له مودو پس د فیزیکي او نفسیاتي امنیت احساس کوي.

د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې هم د امنیت په لړ کې د طالبانو د حکومت هڅې وستایلې او له افغانانو سره، د اروپایي اتحادیې د مرستو د دوام په هکله ډآډ ورکړ.

په دې وروستیو کې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې طالبانو ته د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ د نه سپارلو پرېکړه غیر عادلانه بللې وه او ویلي وه چي مخکني حکومت ته د دې څوکي ورسپارل د ملګرو ملتونو اعتبار ته زیان رسوي.