د چین او افغانستان تر مینځ د لویې لارې جوړېدا
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وايي چي د افغانستان او چین تر منځ د واخان سړک د ترانزیتي نقطې په توګه د جوړېدو چارې پیل شوي دي ځکه دغه سړک د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري.
د اوا له راپور سره سم، د بدخشان والي مولوي محمد ایوب خالد د واخان د سړک د جوړولو د کار د بشپړیدو په اړه وویل، د واخان سړک د سروې شاوخوا ۷ کیلومتره پاتې دي، چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي. د دغه سړک له جوړېدو وروسته به افغانستان لومړی هېواد وي چې کار به یې بشپړ شي او کارګو به د ځمکې له لارې له چین سره وصل شي.
هغه زياته کړه، د دغه سړک د پلان، ډيزاين او سروې کار د انجنيرانو له لوري پيل شوى او د راتلونکي کال تر پسرلي پورې به پاى ته ورسېږي او په معياري ډول جوړ شي.
د يادونې وړ ده چې د واخان لاره افغانستان له چين سره نيغ په نيغه نښلوي او دغه لويه لاره د بدخشان ولايت له مرکز فيض اباد ښار څخه د چين په پوله د کوتل وخجير پورې شاوخوا ٤٨٠ کيلومتره اوږدوالى لري. دغه راز د واخان سړک د منځنۍ اسیا له ځینو برخو سره د افغانستان ترانزیتي نقطه ګڼل کېږي.