کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو هرکلی کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145704-کابل_کې_د_امریکا_سفارت_د_پرانیستلو_هرکلی_کوو
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم ویلي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.
(last modified 2024-02-03T21:32:53+00:00 )
Feb 04, 2024 01:58 Asia/Kabul
  • کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو هرکلی کوو

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم ویلي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.

نوموړي په دې اړه ویلي چې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی او طالبان چمتو دي چې په دې برخه کې د امریکا سفارت او ډیپلوماټانو امنیت وساتي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوي سټراټېژیک سند یوه برخه په رسنیو کې خپره شوې، چې له ترهګرۍ سره مبارزې، د اقتصادي مرستو برابرولو او د سیمه‌ایز ګډون او په افغانستان کې د قونسلي خدمتونو بیا پیلولو ته پکې اشاره شوې ده.

په همدې حال کې کارپوهان باور لري چې امریکا د سیاسي ګټو له امله په افغانستان کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو هڅه کوي.