د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور واقع‌بينانه او عملي دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145908-د_افغانستان_د_خپلواکې_ارزونې_راپور_واقع_بينانه_او_عملي_دی
د افغانستان پخواني ولسمشر د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور «واقع‌بينانه» او «عملي» بللی دی.
(last modified 2024-02-07T21:00:28+00:00 )
Feb 08, 2024 01:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور واقع‌بينانه او عملي دی

د افغانستان پخواني ولسمشر د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور «واقع‌بينانه» او «عملي» بللی دی.

ښاغلي کرزي د سلواغې په ۱۸ مه  پر ايکس پاڼې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي چې د ملګرو ملتونو له همغي کوونکي سره يې ليدلي او د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور ستاينه يې کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر ويلي چې دا د ښاغلي سينيرلي اوغلو د هڅو او بريالۍ ډيپلوماسۍ «لاسته راوړنه» ده.

ښاغلي کرزي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي او هغه يې د هيواد لپاره «مهمه» بللې ده.

پخواني ولسمشر هيله ښودلې چې «هم افغانان او هم د سيمې او نړۍ هيوادونه وکولای شي په بشپړ يووالي سره د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره مثبت ګامونه واخلي».

ښاغلي کرزي په داسې مهال کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» ستاينه کړې چې دا راپور د سياسي ډلو او د مدني او بشري حقونو د فعالانو له لوري له پراخو نيوکو سره مخ دی.