Feb 20, 2024 08:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیز باید لرې شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترش په اېکس پاڼه کې لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې، تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې پکې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.

هغه وایي، چې په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه باید لیرې شي.

ښاغلي ګوترش د اېکس پاڼې په یوه بل پیغام کې لیکلي، ډېری افغانان بېوزله دي چې د خوړو لپاره مبارزه او د زده‌کړې، روغتیا پاملرنې یا کارموندنې پرته ژوند کوي.

تر دې وړاندې د معترضو مېرمنو خوځښتونو هم د خبرپاڼو په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د دوحې په ناسته کې دې د افغان ښځو او نجونو ټولې ستونزې او پر دوی لګول شوي بندیزونه له پامه ونه غورځوي.

ټیګونه