Mar 05, 2024 04:48 Asia/Kabul
  • افغانستان د آزادۍ او ډېموکراسۍ په برخه کې بد ترین هېواد ګڼل شوی

فریډم هاوس په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۲۴ کال د آزادۍ او ډېموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی او افغانستان یې د آزادۍ په برخه کې د بدترینو هېوادونو په قطار کې شمېرلی دی.

دغه سازمان چې د امریکا په مالي مرسته کار کوي وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نورو ۱۴ هېوادونو او سیمو په پرتله ښه دی.

فریډم هاوس لیکلي: "د افغانستان د منتخب حکومت له نسکورېدو راهیسې (د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې) د طالبانو ډلې د هېواد سیاسي فضا بنده کړې ده، د نوي رژیم له خوا له خپل حکومت سره مخالفت نه ښيي او د ښځو او اقلیتونو حقونه محدود شوي دي."

د دې پر بنسټ؛ فریډم هاوس د ۲۰۲۴ کال لپاره په خپله نوې ارزونه کې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ټولو بد هېواد بللی دی.

ټیګونه