په ټول افغانستان کې اوس سل فیصده حجاب مراعتېږي
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق ویلي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې «اسلامي حجاب» مراعتېږي.
نوموړي د طالبانو ملي تلویزون ته ویلي، چې د دوی د وزارت محتسبین ۲۴ ساعته فعال او د افغانستان ټولو سیمو کې له سیمه ایزو خلکو، ملایانو، د ګذر وکیلانو او نورو سره په اړیکه دي.
سرچینې ونه ویل، چې د دوی په باور له هغه څه چې دوی یې« اسلامي حجاب» بولي، سرغړونکو کسانو سره څه ډول چلند کوي؟
مخکې ځینې ویډیوګانې خپرې شوې او ادعا شوې وه چې د طالبانو امربالمعروف وزارت منسوبین پکې ځینې نجونې او ښځې د حجاب نه مراعتولو په نوم بندیانوي.
طالب چارواکو دا ویډیوګانې رد کړې وې، خو وروسته یې ویاند ذبیح الله مجاهد ومنله چې د څو ساعتونو لپاره ځینې نجونې او ښځې د دوی کارکوونکو بیولې او د ده په وینا، د حجاب مراعتولو سپارښتنه یې ورته کړې وه.
ډېر افغانان باور لري، چې افغانې نجونې او ښځې له پخوا څخه با حجابه وې، خو طالب چارواکي په داسې څرګندونو خپلو هغو مخکینیو تبلیغاتو ته توجیه لټوي.