Mar 12, 2024 12:53 Asia/Kabul

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال  د افغانستان په ملی میوزیم کې د څه دپاسه شپیتو زرو لرغونو آثارو شتون ته په اشارې سره  ووئيل،  دغه میوزیم د سیمې په سویه یو ترټولو لوی تاریخي میوزیم دی.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت داطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق ا.. .عزیزي د کلتوري میراثونو د ساتنې د ورځې د درنښت په دستورو کې  ووئيل،د افغانستان په ملی میوزیم کې څه دپاسه شپیته زره لرغوني آثار ساتل کیږي.

هغه ووئيل،د افغانستان ملی میوزیم  د سیمې په سویه یو ترټولوتاریخي میوزیم دی .عزیزي دغه راز د افغانستان دلرغونو  آثارو په ارزښت او اهمیّت باندې په ټینګار سره دا دنړۍ په سویه بې مخینې وبالۀ او وې منله چې  دافغانستان په هرې یوې سیمې  لږترلږه یو تاریخي اثر موجود دی. په دغو دستورو کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور دوزارت مطبوعاتی مرستیال حیات ا... مهاجرفراهي  هم ټينګار وکؤ، هیڅکله  چاته د لرغونو آثارو د قاچاق اجازت نه ورکوي.

له دې مخکې دغه وزارت مسئولانو وئیلي وو،په افغانستان کې  کابو پنځه زره  لرغوني آثار ثبت شوي دي او د ثبت او دقیقې ارزونې په بڼه کې به د افغانستان دتاریخي آثارو شمیر له پنخلسو تر شلو زرو آ ثارو پورې زیات شي.افغانستان یو بډاي کلتوری لرلید لري،ځکه چې په لرغوني پړاؤ کې څو امپراتوریو او پاچایانو په دغه حدودو سلطه درلودلې ده.هغه ځایونه چې د یونیسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې موجود دي،په هغو کې بامیان درې ، ملی میوزیم  او دهرات پخواني ښار ته اشاره  کولی شو.

 

ټیګونه