Mar 28, 2024 09:57 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهارکې څه باندې سل تنه ځوانان له حرفوي زده کړو فارغ شول او کاري وسایل ورکړل شول.

چارواکي وایي دا ځوانان اوس د زده کړو او کاري وسایلو پر مټ د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارولای شي.

د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریس مولوي فریدالله حقاني وایي  جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه  راټول شوي په درنو کارونو بوخت یو سلو پنځه تنه تنکیو  ځوانانو او اړمنو میرمنو  ته چې د شپږو میاشتو لپاره یې د موبایل او بیکونو جوړولو او کالیو ګنډلو زده کړې ورکړې وې له زده کړو فارغ او د کار کولو وسایل ورکړل شول.

 مولوي فریدالله حقاني وویل دا  تنکي ځوانان  او اړمني میرمنې چې هر یوه ته د اوولس زره افغانیو په ارزښت کاري وسایل ورکړل شول اوس کولای شي چې د درنو کارونو پر ځای د خپلوترلاسه کړو زده کړو او کاري وسایلو پر مټ کار وکړي او دخپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې ونډه واخلي.

روزل شوي زلمیان او میرمنې هم خوشحاله دي چې له درنو کارونو وژغورل شول او اوس به په خپل مټ د خپلو کورنیو لپاره د حلالې  نفقې په ګټلو کې لاسنیوی کوي.

 په ننګرهارکې د ماشوم ساتنې ادارې استازی« لطف الرحمن عبید زی »وایي دغو ځوانانو او میرمنو ته په مسلکي بڼه روزنه ورکول شوې او دوې به یې تر ډیره د کار په مارکيټ کې هم څاري او د کار په دوران کې به د ورپیښ شویو ستونزو په حل کې  هم ورسره مرسته کوی.

 د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي د خښتو په بټیو کې په درنو کارونو بوختو ماشومانو او د هغوې کورنیو سره د مرستو موندلو لپاره یې هم هڅې ګړندې کړي او ډاډ ورکويچې دا هڅې به یې هم رنګ راوړي.

 

ټیګونه