د طالبانو د مشر په امامت د اختر لمونځ ترسره شوی
د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په کندهار کې د اختر لمونځ د سرپرست حکومت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امامت ادا شو.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې نن د لوی اختر لمونځ د کندهار په مرکزي عیدګاه جومات کې د ملا هیبت الله اخندزاده په امامت ادا شو.
هغه وایي، د عیدګاه په جومات کې د کندهار زرګونه اوسیدونکو هم د اختر په لمانځه ادا کولو کې ګډون درلود.
په ورته وخت کې د افغانستان ملي ټلویزیون هم یو ۲۲ دقیقې ثبت شوی غږ د سرپرست حکومت د مشر په حواله خپور کړی چې په کې د طالبانو له غړیو غوښتي چې له یو بل سره له اختلافاتو ډډه وکړي.
هغه د خلکو تر منځ د اختلافاتو رامنځته کول د «فرعون پالیسي» بللې.
اخندزاده د سرپرست حکومت غړو ته خطاب کې ویلي: دی به خوشحاله وي که یوه ورځ ټول راشي او هبت الله اخندزاده د دې ډلې له مشري لیرې کړي، خو دی نه غواړي چې د دې ډلې د غړو تر منځ اختلافات رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې هبت الله اخندزاده د سرپرست حکومت له پیل راهیسې په عام محضر کې نه دی څرګند شوی.
په ورته وخت کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د لوی اختر لمونځ ادا شو.
د پلازمېنې کابل ښار اوسېدونکو له خدای ج څخه د فلسطین او د غزې د خلکو په ګډون د نړۍ د مسلمانانو لپاره د وطن او ازادۍ لپاره د یووالي او ثبات غوښتنه وکړه.
خو په کابل کې د سرپرست حکومت چارواکو د اختر لمونځ په سپېدار ماڼۍ کې ادا کړ
د قصر سپېدار د لمانځه په مراسمو کې یو شمېر بهرنیو او کورنیو چارواکو هم ګډون کړی و.
د کابل ښار په جوماتونو کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو تر څنګ خلکو قربانۍ وکړې او په اړمنو کسانو یې وویشله.
په لوېديځ زون او هرات ښار کې خلکو د پوليسو له خوا د چمتو شوي امنيتي تدابير له امله د لوى اختر لمونځ په اسانۍ سره ادا کړ.
د هېواد په شمال او مزارشريف ښار کې هم خلكو د لوى اختر لمونځ په يووالي او خوښۍ سره ترسره کړ.