د امنیت شورا راپور د داعش لپاره  تبلیغات دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150324-د_امنیت_شورا_راپور_د_داعش_لپاره_تبلیغات_دي
د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي په افغاسنتان کې د داعش د ګواښ په باب دملګروملتو د  امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې دټیم راپور ، ددغې ترهه ګرې دلې لپاره منفي تبلیغات وبلل.
(last modified 2024-07-14T05:05:41+00:00 )
Jul 14, 2024 09:33 Asia/Kabul
  • د امنیت شورا راپور د داعش لپاره  تبلیغات دي

د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي په افغاسنتان کې د داعش د ګواښ په باب دملګروملتو د  امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې دټیم راپور ، ددغې ترهه ګرې دلې لپاره منفي تبلیغات وبلل.

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د ملګروملتو د  امنیت شورا پر بندیزونو د څارونکي ټيم د وروستي راپور په غبرګون کې  ووئیل، ددغه راپور یوه برخه چې  ګواکې  په افغانستان کې داعش یو ګواښ حسابیږي، ی اد نورو ډلوټپلو نامه  ئ اخستې  چې په افغانستان کې شتون لري، سم نه دی.

هغه زیاته کړې ده،د داعش ګواښ تر ډيره حده کم شوی دی او  ددوي په ضدډیره دقیقه مبارزه شوې ده ؛ دا  ټول ویني او ورباندې پوهیږي.

مجاهد  په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو د شتون د ادعا په باب هم ووئيل،  په افغانستان کې  بهرنۍ ترهه ګرې ډ لې  هم نشته، پر دې اساس دغه راپورونه ښئ چې  یا ناسم اطلاعات منتقلیږي او یا هم قصدا منفي تبلیغات کیږی او  په هره بڼه  د هیچا په ګټه نه دي.

د طالبانو دحکومت ویندوي ټينګار وکړ، افغانستان اوس د طالبانو په ولکه کې دی او مونږ د خپلې سټراټژئ په اسسا اجازت نه ورکوو ، چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد په ضد وکارول شي .نو له دې پلوه باید  هیڅ اندیښنه دې څوک ونه لري.

هغه روښانه کړې ده ،داعش هماغه شان چې  ټول ئې ویني ، د نابودۍ په حال کې ده ،  په نتیجې کې دامنیت شورا د راپور  دغه برخه  ناسم ه ده او مونږ ئې په کلکه ردوو.