افغانستان متخصص ځواک ته ډیره اړتیا لري
د افغانستان د حکومت د لومړي وزیر سیاسی مرستیال د افغانستان دپوهنتونونو له یو شمیر مشرانو سره په کتنې کې ټينګار کړی، دغه هیواد متخصص ځواک او څیړاندو ته اړتیا لري.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانود حکومت د ریس الوزرا مرستیال محمد عبدالکبیر د لوړو زده کړو له وزیر او د افغانستان د علمي اورګانونو او پوهنتونونو له یو شمیر مشرانو سره په کتنې کې ټینګار و کړ، افغانستان دخپلو اړتیاؤ د پوره کولو لپاره متخصص ځواک او څيړاندو ته اړتیا لري.
هغه ووئيل، د کابل حکومت د افغانستان د آبادولو او د تعلیمي او معارفو د اورګانونو د پياوړتیا لپاره فعالیتونه پیل کړي دي، دغه هیواد متخصص ځواک ته اړتیا لري او دغه اړتیاوې پوهنتونونه پوره کولی شي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا مرستیال همداراز زیاته کړې ده ،د کابل حکومت د لوړو زده کړو د اورګانونو په اختیار کې داړتیا وړ بودجه ورکړې ده څو پوهنتونونه او دزده کړې ادارې په اساسی توګه ورغول شي او ددغو اورګانونو کیفیّت د لوړتیا په ترڅ کې ،د سټنډرډونو په اساس فعالیت وکړي.
په دغې ناستې کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم هم ووئیل،له دغو غونډو څخه موخه د زده کړې د نظام پیاوړتیا،د علمي اورګانونو غږملتیا او د تجروبو مبادله ده .