پاکستان د پلمو لټوَلو په ځاي خپل امنیت پخپله تامین کړي
د افغانستان د حکومت په قطر کې د سیاسی دفتر مشر دافغانستان د سفیر د احضارولو په غبرګون کې ووئيل، پاکستان دې و پلمو لټوَلو په خاي خپل داخلی امنیت پخپله تامین کړي.
تسنیم خبری آژانس راپور روکړی، په قطر کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دطالبانو حکومت نه غواړي ، له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې کوم تاوان وویني.
هغه د پاکستان خارجه وزارت ته د افغان حکومت سیاست چورلیزي اقتصاد دی او ګروهنه نه لری، له کوم ګاونډي هیواد سره د افغانستان اړیکې خرابې شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ټينګار وکړ، افغانستان ددغه هیواد او سیمې په ثبات پسې دی،د هر هیواد داخلی امنیت د هغه هیواد له حکومت سره اړونده دی او د پلمو د لټوَلو په ځاي دې دخپل داخلی امنتی ته متوجه شي.
له بل پلوه ځيني کارپوهان په دې اند د ي چې په سیمې په تیره بیا د افغانستان په ضد د پاکستان نوی کړچار تور لګول دي. دافغانستان د چارو یو کارپوه محمد متین محمد خیل طلوع نیوز ته وئيلي دي، د پاکستان په خیبر پختونخواه صوبې کې د عزم استحکام نوې پوځي عملیات د پښتنو له سخت غبرګون سره مخ حامخ شوي دي او پاکستان غواړي ، یو ځل بیا دخلکو او رسندویو توجه د افغانستان په لور وکاږي.