داعش د افغانستان له پولو بهر مرکزونه لري
طالب چارواکو یو وار بیا وویل چې داعش له افغانستانه د باندې مرکزونه لري او دوی د سیمې له هېوادونو غواړي چې دې ډلې ته د جلب او جذب اجازه ورنهکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون (جمعه) د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې وویل، د داعش روزنیز مرکزونه د افغانستان له پولو د باندې دي او د دې ډلې غړي له بهر څخه افغانستان ته راغلي دي.
تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي وو چې، داعش په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې روزنیز مرکزونه لري او مشران یې هم په پاکستان کې اوسي.
تېره اوونۍ د طالبانو المرصاد خبري شبکې د داعش د درېیو نیول شویو غړیو اعترافونه خپاره کړل.
دغه کسان چې دوه یې افغانان او درېیم یې د تاجکستان تبعه دی، وایي چې داعش دوی کلونه وړاندې جذب کړي او د روزنې لپاره یې د بلوچستان کوټې ښار ته لېږلي وو.
سره لهدې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې جګړه سړه شوې، خو داعش لا هم خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی او حتی له افغانستانه یې په بهرنیو هېوادونو کې بریدونه پلان کړي دي.