د افغانستان او پاکستان پوله ساتونکو ترمینځ بیا  نښته شوې
(last modified Mon, 07 Oct 2024 01:56:31 GMT )
Oct 07, 2024 06:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان پوله ساتونکو ترمینځ بیا  نښته شوې

 د افغانستان د کندهار  ولایت ځای سرچینو  د سورابک ولسوالۍ په سرحدي سیمې کې  د پاکستانیو پوځیانو او د طالب پوله ساتونکو  ځواکونو ترمینځ  د نښتې خبر ورکړی دی.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، دغه نښته پرون  د افغانستان د کندهار د شورابک ولسوالۍ په سرحدي سیمو نوشکي او کزنلی ساحو کې شوې ده.

یوې امنیتی سرچینې  افغان رسندویو ته وئیلي دي،  دغه نښته له دې وروسته پیل شوې چې پاکستانیو پوځیانو  د طالبانو د هغو امنیتی مامورانو په لور ډزې وکړې چې  غوښتل ئې یوه  سرحدي څوکۍ جوړه کړي.

راپورونه ښئ چې  د طالبانو  ۲۰۵ البدر اردو دغې سرحدي سیمې ته لازیات  ځواکونه لیږلي دي.د طالبانو امنیتی چارواکو دغه نښته تائيد کړې او وئيلي ئې دي  په دغې سیمې کې غیر رسمي لاره تړل شوې ده . داپه داسې حال کې دي چې په دا وروستیو کې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونه وخت په وخت  پخپلو کې سره ښکر په ښکر کیږي او  ان تر دې چې مرګ ژوبلې هم په اوړي.

 

ټیګونه