افغانستان کښې د انګریز پوځیانو د جنګي جنایتي قضايي څیړنه کیږي
-
فایل فوټو
افغانستان کښې د جنګي جنایتونو په تور د انګلستان د پوځ د نهو ځانګړو ځواکونو د دوسیې قضايي څیړنه روانه ده.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، لندن ټایمژ ورځپانې رپورټ ورکړی چې په سوریې او افغانستان کښې د جنګي جنایتونو په تور د بریطانیې د پوځ د نهو تنو ځانګړو ځواکونو دوسیه په قضايي توګه جاجوي.
دغه ځواکونه د افغان ملکیانو په هدف ګرځولو، د مړو په څنګ کښې د وسلو په ایښودلو او د غیروسله والو کسانو په وژلو تورن دي.
ټایمز ایشوا کړه چې انګریز چارواکو اول هڅه وکړه چې په دغو جنایتونو پورې اړونده معلومات پټ کړي خو اخر یې روان تحقیقات، د اطلاع رسونې د آزادۍ تر قانون لاندې ومنل.
له دې مخکښې یو انګریز قاضي په افغانستان کښې د خپل هیواد د پوځیانو د جنګي جنایتونو په لړ کښې تحقیقات پيل کړي وو.
د برطانیې دفاع وزارت په دې لړ کښې د تحقیقاتو له پیلیدو وروسته ویلي وو چې په افغانستان کښې د پوځيانو د جنګي جنایتونو په هکله له مستقلو تحقیقاتو سره به همکاري وکړي.