د پاکستان او د افغانستان ترمنځ سرحدي شخړه شوي ده
Feb 23, 2025 04:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونه په دوو سرحدي سیمو کونړ او ننګرهار کښې له یوبل سره ښکیل شوي دي.
د افغانستان ځايي رسنیو پرون راپور ورکړ دغه جنګونه د افغانستان د ننګرهار ولایت په ګوشته او د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالیو کښې په دوو سرحدي سیمو کښې شوي دي.
ویل کیږې چې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ځواکونو په دغو جنګونو کښې په یوه بل د راکټونو بریدونه کړي دي.
راپورونه وايي چې د جنګونو له سیمو څخه په لګسونو افغان کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت او ځايي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي او په دغو سرحدي جنګونو کښې د احتمالي مرګ ژوبلو په هکله هم کور راپور نه دی خپور شوی.
ټیګونه