د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسئول نیول شوی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید طراح چې په هغه کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول، نیول شوی او امریکا ته د لیږد په حال کې دی.
نوموړي دغه کس هیولا یا لویه بلا بللی او د هغه د نیولو په برخه کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.
ټرمپ د دغه کس د نیول کېدو یا د هغه د هویت په اړه معلومات نه دې ورکړي. خو سپینې ماڼۍ ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې «محمد شریفالله – د داعش ترهګر چې د ابي دروازې برید یې تنظیم کړی وو – عدالت ته د مخامخ کېدو لپاره امریکا ته په لاره دی.»
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال، د کابل په هوايي ډګر کې یو مرګونی ځانمرګی برید وشو، چې لسګونه افغان اتباع او ۱۳ امریکایي پوځیان یې ووژل.
د دغه برید مسئولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی وو.
ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په وینا کې یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکا وتل شرموونکې کړنه یاده کړه.