د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسئول نیول شوی
(last modified Wed, 05 Mar 2025 09:43:34 GMT )
Mar 05, 2025 14:13 Asia/Kabul
  • د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسئول نیول شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید طراح چې په هغه کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول، نیول شوی او امریکا ته د لیږد په حال کې دی.

نوموړي دغه کس هیولا یا لویه بلا بللی او د هغه د نیولو په برخه کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.

ټرمپ د دغه کس د نیول کېدو یا د هغه د هویت په اړه معلومات نه دې ورکړي. خو سپینې ماڼۍ ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې «محمد شریف‌الله – د داعش ترهګر چې د ابي دروازې برید یې تنظیم کړی وو – عدالت ته د مخامخ کېدو لپاره امریکا ته په لاره دی.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال، د کابل په هوايي ډګر کې یو مرګونی ځانمرګی برید وشو، چې لسګونه افغان اتباع او ۱۳ امریکایي پوځیان یې ووژل.

د دغه برید مسئولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی وو.

ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په وینا کې یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکا وتل شرموونکې کړنه یاده کړه.