طالبانو له پاکستان څخه وغوښتل د افغانستان کډوال مه وباسي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت نن له پاکستان څخه وغوښتل
چې د افغان کډوالو د ایستلو کار مه پیلوي او دا په داسې حال کښې دي چې له پاکستان څخه په خپله خوښه د وتلو لپاره افغان سیټي زن شيپ کارډ لرونکو ته ورکړل شوی مهلت پرون پاې ته ورسید.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تیرې مارچ میاشتې په شپږمه نیټه په یوې بیانیې کښې ویلي وو په هیواد کښې ټول غیر قانوني کډوال او د افغان سیټي زن شیپ کارډ لرونکو ته سپارښتنه کیږي چې د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې تر یودیرشمه نیټه په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي او په بله بڼه کښې به نن د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شي.
د پاکستان په حکومتي راډیو کښې نن یو خبر خپور شو چې پکښې ویل شوي دي د افغانستان د غیر قانوني کډوالو پرضد به اوس سخت قانوني اقدام ترسره شي.
دغه راز د افغانستان د کډوالو او د بیرته ستنیدا وزیر «مولوي عبدالکبیر» په ګاونډي هیواد پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان د کډوالو پلان شوي ستنول بند کړي او د افغانستان ښاریزو ته دې اجازه ورکړل شي چې په خپله خوښه هیواد ته ورستانه شي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې لوړرتبه چارواکو د اسلام اباد فیډرال حکومت ته سپارښتنه کړي ده چې د کوچني اختر د چټیانو په خاطر دې د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پورې د افغانستان د غیر قانوني کډوالو د ایستلو بهیر وځنډوي.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا تراوسه داسې کومه نښه نښانه نشته چې د خیبر پښتونخوا صوبې دغه سپارښتنه ومني.