د افغانستان د کډوالو د حقونو د سرغړونې دې مخنیوی وشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159182-د_افغانستان_د_کډوالو_د_حقونو_د_سرغړونې_دې_مخنیوی_وشي
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو، سیاست او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.
(last modified 2025-04-19T23:58:02+00:00 )
Apr 20, 2025 04:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان  د کډوالو د حقونو د سرغړونې دې مخنیوی وشي

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو، سیاست او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې د کډوالو د حقونو له سرغړونې دې مخنیوی وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، متقي له پاکستان سره په لوړه کچه د مثبتو تعاملاتو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، اسحاق دار ویلي چې له کډوالو سره ناسم چلند شوی نه دی او په خبره یې د پاکستان امنیتي ځواکونه د دا ډول چلند اجازه نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې د کډوالو شتمنۍ د هغوی خپلې دي او نه دې مصادره کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان خارجه وزیر امیرخان متقي ته  پاکستان ته د سفر کولو بلنه ورکړې ده.

دواړو لوریو د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي اقتصادي پروژو په هکله هم خبرې کړې دي.

ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ارګ کښې  د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم لیدلي او د امنیتي مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دا کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی.