ایراني پانګوالو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160436
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايت‌الله بدري ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د اصفهان له والي او د وسپنې د پروسس (فولاد مبارکه) له کارخونې ليدنه کړې.
(last modified 2025-05-23T01:55:55+00:00 )
May 23, 2025 06:20 Asia/Kabul
  • ایراني پانګوالو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايت‌الله بدري ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د اصفهان له والي او د وسپنې د پروسس (فولاد مبارکه) له کارخونې ليدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کاني زېرمو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او دغه راز د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پر پانګونې خبرې شوې دي.

له دې سره، د وسپنې د پروسس کارخونې مشر په افغانستان کې د کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د طالبانو وزیر بدرې د دې شرکت  د رئيس لېوالتيا ته هر کلی ویلي او په يادو برخو کې ورسره د همکاريو ژمنه کړې ده.

بل لورته د طالبانو ‏د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي، چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د پراختيايي همکاريو د ادارې له مشر چن ژياؤډونګ سره کتلي دي.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو مشر حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، په دې ناسته کې د افغانستان په بيارغونه کې د چين د پراختيايي پروژو او نورو دوه اړخيزو همکاريو په تړاو خبرې شوې دي.

متقي په دې ناسته کې د کرنې، انرژۍ او اوږد مهاله پروژو په برخه کې د افغانستان او چین تر منځ په نږدې همکاريو ټينګار کړی دی. چن ژیاؤډونګ له افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت جوړونې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او تمه يې ښودلې، چې له افغانستان سره خپلو دوامدارو همکاریو ته ادامه ورکړي.