د فلسطين په غمیزې کې نړيوال ضمير ناکام شوی
د افغانستان د طالبانو د سياسي کمېټې غړي او د کورنيو چارو د وزير ورور په يوه پيغام کې د صهيونيستي رژيم بريدونه وغندل او وې ويل: د فلسطين په بوږنونکي غمیزې کې نړیوالې ټولنې او نړيوال ضمير ناکام شوی دی.
تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د سیاسی کمیټې یو مسئول مولوي انس حقاني په اېکس ټولینز چینل کې د اختر د مبارکۍ په پيغام کې ويلي دي ، مونږ دا لوي اختر په داسې حال کې لمانځو چې په فلسطين کې نسل وژنه روانه ده. زمونږ خوئيندې وروڼه زورول کیږي او له هغوی سره زمونږ دعاګانې ورسره دي.
هغه ټينګار وکړ؟د فلسطين غمیزه د نړيوال ضمير لپاره يوه لویه ازموينه ده چې په هغې کې ناکامه شوي، او تاريخ به دا هېره نه کړي.
انس حقاني يادونه وکړه؛دا د قربانۍ، اطاعت او ورورولۍ ورځ ده. راځئ خپل اړمن وروڼه او خوئيندې هيرې نه کړو او د يووالي، ورورولۍ او اسلامي ارزښتونو پيغام خپور کړو.
افغانستان د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده هم د قندهار په عيدګاه جومات کې د اختر لمانځه پر مهال د فلسطين په اړه ويلي دي ، د صهيونيسټانو بريدونه او ظلمونه د غزې، فلسطين او نورو سيمو پر ښځو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو روان دي. دا يو لوي بشري جنايت او سخت ظلم دی. د افغانستان حکومت يو ځل بيا د فلسطين د مظلومو خلکو ملاتړ اعلانوي، د فلسطين پر خلکو هر ډول ظلم او تېری په کلکه غندي او د سمدستي ئې د دریدا غوښتنه کوي.»
د افغانستان د طالبانو مشر تر دې وړاندې د اختر په مناسبت په يوه پيغام کې د افغانستان د شرعي نظام د ساتلو لپاره پر يووالي او ګډو هڅو او همداراز د فلسطين د خلکو د ملاتړ او د صهيونيستي رژيم د ظلمونو او بريدونو پر سختې غندنې ټينګار کړی و.