وثیق: د داعش ریښه په افغانستان کې وچه شوې
د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق وایي، د داعش ریښه په افغانستان کې وچه شوې او د دې ډلې جنګیالي نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
هغه له یوه ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې داعش په افغانستان کې هېڅ ډول پایگاه نه لري او کومه سیمه یې تر خپل واک لاندې نه ده.
د استخباراتو لوی رییس همداراز وایي، چې له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته.
وثیق زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې خپله دنده ترسره کړې ده، او اوس پر نورو هېوادونو هم لازمه ده چې د دې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره مسئولیت ادا کړي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي په افغانستان کې ترهګرې ډلې د پام وړ ځپل شوي او د بريدونو توان نه لري.
د دوی په وينا په افغانستان کې د دغو ډلو شتون په اړه ادعاوې حقيقت نه لري.
د طالبانو د استخباراتو مشر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه او د ځینو هېوادونو اندېښنې چې له افغانستانه د تروریزم د ګواښ خبره کوي، رد کړل او دا یې ناسم وبلل.