د کډوالو ستنېدل په افغانستان کې د لوږې بحران ژوروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i167010-د_کډوالو_ستنېدل_په_افغانستان_کې_د_لوږې_بحران_ژوروي
د خوړو  نړيوال  پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې ډېری افغان کډوال په داسې حال کې بېرته افغانستان ته استول کېږي چې د ژوند لومړني امکانات هم نه لري، او دا حالت د لوږې بحران نوره هم سختوي.
(last modified 2025-11-11T00:43:25+00:00 )
Nov 11, 2025 05:11 Asia/Kabul
  •   د کډوالو ستنېدل په افغانستان کې د لوږې بحران ژوروي

د خوړو  نړيوال  پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې ډېری افغان کډوال په داسې حال کې بېرته افغانستان ته استول کېږي چې د ژوند لومړني امکانات هم نه لري، او دا حالت د لوږې بحران نوره هم سختوي.

د تسنيم خبری  آژانس  د راپور له مخې، WFP په یوې اعلامیې کې ويلي چې ډېر افغان کډوال په داسې حال کې افغانستان ته  ستنېږي چې د ژوند اساسي شرايط هم ورته نه دي برابر، او دا به د لوږې بحران نور هم زيات کړي.

د دې ادارې په راپور کې راغلي چې په وروستيو مياشتو کې له پاکستان او ايران څخه تر ۲.۵ ميليونه زيات افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. دا پراخې څپې په داسې حال کې روانې دي چې ډېری کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، د  خوړو له سختو  ستونزو، د سرپناه د نشتون او د صحت او سلامتیا  د خدمتونو له کمښت سره مخ دي.

WFP وويل چې دا مهال د يونان او نورو نړيوالو  اورګانونو په مرسته د سرحدي انتقال او منلو په مرکزونو کې بېړنۍ مرستې برابروي؛ په هغو کې د تغذيې پروګرامونه د اميندوارو ښځو، ماشومانو او هغو ماشومانو لپاره دي چې له  ناوړه خوړو کړیږي.

د ملګرو ملتو د  خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه خبرداری ورکړی چې که د افغان وګړو بېرته ستنېدل د لازم چمتووالي او ملاتړ پرته دوام وکړي، نو افغانستان به له يوه  داسې انساني ناورين سره مخ شي چې د مرستندویو ادارو له توان څخه به بهر وي.

دغې ادارې له  دې وړاندې هم ويلي وو چې ميليونونه افغانان د نړيوالو مرستو د کمېدو او د کډوالو د بېرته ستنېدو له امله د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي.