طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې جوړې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169562-طالبانو_په_افغانستان_کې_شاوخوا_۲۱_زره_دیني_مدرسې_جوړې_کړي_دي
د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د جنورۍ په ۱۲مه په کندهار کې په یوه دینې مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې په دې مدرسو کې نږدې دوه نیم میلیونه کسان د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.
(last modified 2026-01-15T07:39:53+00:00 )
Jan 15, 2026 12:02 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې جوړې کړي دي

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د جنورۍ په ۱۲مه په کندهار کې په یوه دینې مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې په دې مدرسو کې نږدې دوه نیم میلیونه کسان د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.

نوموړي دغه شان ادعا وکړه چې عصري زده کړو ته هم پام شوی او په خبره یې ۱۲ میلیونه زده کوونکې په ښوونځیو کې عصري علوم زده کوي او ښوونیز نصاب هم اصلاح شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د عصري زده کړو دروازې تړلي چې له امله یې ګڼو نجونو د د زه کړو لپاره دینې مدرسو ته مخه کړې، خو د روان کال په زمري میاشت کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې د نجونو پر مخ ځینې دینې مدرسې هم تړل شوي دي.

په همدې حال کې د زده کړو د برخې یو شمېر فعاله خبرداری ورکوي چې عصري علومو ته له متوازنې پاملرنې پرته یوازې په دینې مدرسو او مذهبي بنسټونو تمرکز کولای شي د ځوان نسل او هیواد په راتلونکې منفي اغېز وکړي.

له دې وړاندې، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او په افغانستان کې د دیني مدرسو پراختیا کولای شي د افراطیت د پیاوړتیا لامل شي.

د راپورونو له مخې، د تیر جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره دیني مدرسې فعالې وې، چې له دې ډلې یوازې ۱۲۰۰ مدرسې د پوهنې وزارت سره ثبت شوې وې.