اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه
Jan 23, 2026 12:22 Asia/Kabul
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
افغانستان کې د یادې ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار ویلي چې په دې ۱۰ میلیونه یورو مرستې سره به د ښځو لپاره کوچنۍ تصدۍ جوړې شي.
اروپایي ټولنې ویلي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له لورې ولګول شي.
دغه ټولنې ویلي له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.
ټیګونه