چینايي پانګوال په کندز کې د سمنټو فابریکه جوړوي
دوو چینايي پانګوالو په کندز ولایت کې د سمنټو تولید برخه کې د پانګونې ژمنه کړې ده.
د دغه ولایت د طالبانو والي دفتر پر اېکسپاڼه ویلي چې دوو چینايي پانګوالو له ځايي چارواکو سره په دې تړاو خبرې کړي دي.
په خپره شوې اعلامیه کې هنګ بالو او ګوانګ مینګ وو، هغه دوه چینايي پانګوال یاد شوي چې په دغه ولایت کې به د سمنټو فابریکې د جوړیدو برخه کې پانګونه وکړي.
چینايي پانګوال داسې مهال په کندز کې خپله پانګونه پیلوي چې څه موده وړاندې د دغه ولایت په علياباد ولسوالۍ کې د لس کیلومټره په اوږوالي د سمنټو نوی معدن وموندل شو.
ټاکل شوې چې چینايي پانګوال به له دغه کان څخه په ورځني ډول شاوخوا درې زره ټنه سمنټ تولید کړي.
چینايي پانګوالو ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې به د سمنټو له فابریکې ورها د ګچو فابریکې برخه کې هم پانګونه وکړي.