د افغانستان په څو سيمو کې هوایي بریدونه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170990-د_افغانستان_په_څو_سيمو_کې_هوایي_بریدونه_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو حکومت ځايي سرچينې وايي، د پاکستاني پوځ له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د دغو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2026-02-22T00:38:13+00:00 )
Feb 22, 2026 05:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان په څو سيمو کې هوایي بریدونه شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو حکومت ځايي سرچينې وايي، د پاکستاني پوځ له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د دغو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

سرچينو ويلي، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت په خوګياڼو، بهسودو او غني خېلو ولسواليو کې بریدونه شوي دي.

د سرچينو په وینا په بهسودو ولسوالۍ کې د مرګژوبلې وېره ډېره ده.

 په غني خېلو ولسوالۍ کې يو کور په نښه شوی چې ویل کېږي هلته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم. په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو لا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.