طالبان: د نشه ایزو موادو کښت کابو ختم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173452-طالبان_د_نشه_ایزو_موادو_کښت_کابو_ختم_شوی_دی
د  طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې افغانستان نور د مخدره موادو تولیدوونکی هېواد نه دی
(last modified 2026-05-27T12:06:05+00:00 )
May 27, 2026 16:32 Asia/Kabul
  • طالبان: د نشه ایزو موادو کښت کابو ختم شوی دی

د  طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې افغانستان نور د مخدره موادو تولیدوونکی هېواد نه دی

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي چې په هېواد کې د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی دی.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته د مخدره موادو کښت او تولید منع کړی او له تولیدوونکو سره یې سخت چلند کړی دی.

تېره میاشت په بدخشان کې د مخدره موادو د تولیدوونکو او طالبانو ترمنځ د نښتو پر مهال څو تنه ووژل شول.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې د مخدره موادو کښت په شدیده توګه کم شوی، خو تر هغه چې د افغانستان بزګرانو ته بدیل معیشت برابر نه شي، دا بهیر به دوامدار نه وي.