افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه له بهر څخه واردوي
Jun 03, 2026 15:02 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اعلان کړی چې افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه اړتیا له بهر څخه ترلاسه کوي.
د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د افغانستان یوازې له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې نفوس سرتسري برېښنا ته لاسرسی لري.
افغانستان د کورني تولید د نشتوالي له امله له لسیزو راهیسې په وارداتي برېښنا تکیه کړې ده. ۸۰ سلنه برېښنا یې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران څخه راځي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د انرژۍ د پروژو د ورو پلي کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ټینګار کوي چې د نوي کیدونکې (لمریزې) انرژۍ په برخه کې پانګونه، د ځان بسیاینې لپاره اساس چمتو کولی شي.
ټیګونه