سختې زلزلې افغانستان ولړزوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174604-سختې_زلزلې_افغانستان_ولړزوه
د افغانستان خبري سرچینو ویلی چې د ۶.۲ ریکټرو په شدت زلزلې د دغه هیواد ګڼ ولایتونه لړزولي دي.
(last modified 2026-06-28T00:23:21+00:00 )
Jun 28, 2026 04:51 Asia/Kabul
  • سختې زلزلې افغانستان ولړزوه

د افغانستان خبري سرچینو ویلی چې د ۶.۲ ریکټرو په شدت زلزلې د دغه هیواد ګڼ ولایتونه لړزولي دي.

د تاند خبري سیاسټ په لیکنه، یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریکټر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.

د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.

د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.

امریکې د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د معلوماتو له مخې، زلزله د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د جرم ولسوالۍ جنوب ته په ۴۳ کیلومترۍ کې شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د زلزلې ټکانونه ډیلي او سرینګر په ګډون د هند په بېلابېلو ښارونو کې د احساس شوي دي. ځینو راپورونو دا هم ویلي چې د ګاونډي هیواد پاکستان په لاهور، فیصل‌اباد او اسلام‌اباد کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا صوبې د سوات ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې خلک د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو بهر وتلي دي.

تراوسه د دې زلزلې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه له هیڅ ځایه کوم راپور نه دی رارسیدلی.