د افغان پُست مسئولینو د ایران د سفیر له مرستیال سره ولیدل
افغان او ایراني چارواکو د پُستي همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د افغان پُست دولتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي او د شرکت مسئولینو په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال، محسن افراسیابي سره ليدلي.
د يادې ادارې د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د پُستي همکاریو د پراختیا، د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا، د پُستي خدمتونو د لا پراخېدو او د متقابلو اړیکو د ښه والي په اړه خبرې وشوې.
دواړو لوریو د پُستي سکټور د لا پرمختګ، د ګډو همکاریو د دوام او په راتلونکي کې د لا نږدې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. د لیدنې په پای کې د ایران د سفیر مرستیال د افغان پُست د مرکزي پُست خونې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د وړاندې کېدونکو پُستي خدمتونو او کاري بهیر په اړه ورته معلومات ورکړل شول.
بل لور ته، د هرات ولایت مقام وایي، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار د ایران د خراسان رضوي له والي سره په ټلفوني خبرو کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا او د دوغارون او اسلامکلا په سرحدي لارو کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د هرات والي وویل، افغانستان ایراني سوداګرو او موټرچلوونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او ایران هم باید افغان موټرچلوونکو ته ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
په ورته وخت کې د خراسان رضوي والي د دوغارون او اسلامکلا له لارې د ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د بهیر د ښه والي او د ګډو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ایران سفیر، علیرضا بېګدلي، په یوه ناسته کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان او خصوصي سکټور له هر هغه ګام څخه هرکلی او ملاتړ کوي چې د دې هېواد د ثبات، پرمختګ، سوکالۍ او د خلکو د هوساینې په موخه پورته کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د ایران اسلامي جمهوریت او د افغانستان اړیکې په رغنده مسیر روانې دي، او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.
هېره دې نه وي چې د افغانستان او ایران ترمنځ په وروستیو کلونو کې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي، او د دواړو هېوادونو چارواکي د همکاریو د لا پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د سیمهییزو اړیکو د پراختیا پر دوام ټینګار کوي.