افغان ښځې د نړیوالو مرستو د کمښت اصلي قربانیانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175178-افغان_ښځې_د_نړیوالو_مرستو_د_کمښت_اصلي_قربانیانې_دي
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.
(last modified 2026-07-15T03:22:13+00:00 )
Jul 15, 2026 07:43 Asia/Kabul
  • افغان ښځې د نړیوالو مرستو د کمښت اصلي قربانیانې دي

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د بشري ناورین تر ټولو ستره زیانمنه پرګنه ده.

د راپور له مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې له ۱۰ میلیونو څخه ډېرې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې اعلان کړی و چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یې د ۲ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یوازې ۲۰۰ میلیون ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د بودجې راکمېدل او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د میندو د روغتیايي پاملرنې پر نظام ډېر فشار راوستی او د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د زیاتېدو په اړه اندېښنې یې لا پسې ډېرې کړې دي.