ایران به دافغانستان له ختیزې سیمې سره خپلې اقتصادي مرستې زیاتې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175202-ایران_به_دافغانستان_له_ختیزې_سیمې_سره_خپلې_اقتصادي_مرستې_زیاتې_کړي
دایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال زاده ننګرهار ته دسفر پر مهال ددې ولایت له والي ملا محمد نعیم اخند سره په ګډه ناسته کې وویل، دایران اسلامي جمهوریت په پام کې لرې ،چې دافغانستان له ختیزې سیمې سره په اقتصادي برخه کې خپلې مرستې زیاتې او په بېلابېلو برخوکې ددې سیمې له افغان چارواکو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
(last modified 2026-07-15T11:34:06+00:00 )
Jul 15, 2026 16:02 Asia/Kabul
  •   ایران به دافغانستان له ختیزې سیمې سره خپلې اقتصادي مرستې زیاتې کړي

دایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال زاده ننګرهار ته دسفر پر مهال ددې ولایت له والي ملا محمد نعیم اخند سره په ګډه ناسته کې وویل، دایران اسلامي جمهوریت په پام کې لرې ،چې دافغانستان له ختیزې سیمې سره په اقتصادي برخه کې خپلې مرستې زیاتې او په بېلابېلو برخوکې ددې سیمې له افغان چارواکو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

جلال  زاده وویل، په جلال اباد کې د دوې دسیاسې استازولۍ بنسټیزه دنده هم په اقتصادي او نورو برخو کې له ایران سره ددې سیمې نږدې کول دي.دایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل.که څه هم ،چې دافغانستان ختیزه سیمه د واټن له پلوه له ایران نه لرې پرته ده. خو اوس داړیکو ټینګولو لپاره واټن ارزښت نه لري او موږ به هڅه وکړو له هرې ممکنې لارې ددې سیمې دنږدې کیدو لپاره ګټه واخلو ، وحید جلال زاده وویل ،په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکې کې له ایران نه یو لوړ پوړې پلاوې دې سیمې ته سفر وکړي. او دغه راز ددې سیمې یو اقتصادی پلاوې هم ایران ته ولاړ شي، چې دا به ددې  سیمې او ایران تر منځ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزې.په ناسته کې دننګرهار والي ملا محمد نعیم له افغانستان سره د ایران اسلامي جمهوریت د پرله پسې مرستو  پر قدرونې سربیره وویل، ایران تل په سخته کې دافغانانو  لاسنیوی کړی دی. هغه وویل ،اسلامي امارت د ایران اسلامي  جمهوریت تر څنګ ولاړ دی او که اړتیا پیښه شي دافغانستان خلک  دایران له ملت سره د ګډ دښمن په مقابله کې وسله والې دفاع ته هم چمتو دي، دننګرهار والي وویل، په جلال اباد کې یې د ایران اسلامي جمهوریت  سرکنسولګرۍ ته کاري چاپیریال چمتو کړی او له دوې سره هر ډول مرستې ته چمتو دي. ننګرهار والي وویل ، په نږدې راتلونکې کې به د څلورو ختیزو ولایتونودوالیانو ګډه ناسته په جلال اباد کې راوبولي او له ایران سره به د راتلونکو ګډو اقتصادي چارو  دارزونې او همکارۍ کړنلاره چمتو کړي. دایران اسلامي جمهوریت دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ددې سفر پر مهال په جلال اباد کې دایران اسلامي جمهوریت په مالی او تخنیکي مرسته  جوړ شوې دخاتم الانبیا په نوم د شکر ناروغۍ د تشخیص او کنترول مرکز څخه هم لیدنه وکړه او دغلته یې مسولینو سره دهغوې دستونزو په حل کې دمرستې ډاډ ورکړ