په ننګرهار کې یو کس خپل پلار وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176140-په_ننګرهار_کې_یو_کس_خپل_پلار_وژلی
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په لوکرخېلو سیمه کې یو کس له لفظي شخړې وروسته خپل پلار د تومانچې په ډزو وژلی دی.
(last modified 2026-08-05T09:34:52+00:00 )
Aug 05, 2026 14:03 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې یو کس خپل پلار وژلی

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په لوکرخېلو سیمه کې یو کس له لفظي شخړې وروسته خپل پلار د تومانچې په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دواړو ترمنځ لفظي شخړه وشوه او د تومانچې ډزې د نوموړي د پلار د مرګ لامل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونه له پېښې سمدستي وروسته سیمې ته رسېدلي او تورن کس یې په هماغه ځای کې نیولی دی.

پولیس وايي، تورن کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به د عدلي او قضایي پړاوونو د ترسره کولو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.