افغان کارپوهان: ایران د جګړې د غرامت غوښتلو حق لري
د افغانستان د پوهنتونونو یو شمېر استادان او د چارو شنونکي وایي، که یو هېواد پر بل هېواد تېری وکړي او هغه ته ځاني او مالي زیانونه واړوي، د نړیوالو اصولو له مخې زیانمن هېواد د جګړې د غرامت غوښتلو حق لري.
د ننګرهار پوهنتون استاد او د چارو شنونکی ډاکتر عبدالطیف مل وایي، امریکا او اسرائیل پر ایران برید کړی او دغه هېواد ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
نوموړی زیاتوي، ایران کولای شي د دغو زیانونو د جبران لپاره د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، نړیوالو محکمو او نورو اړوندو نړیوالو ادارو له لارې اقدام وکړي.
د ډاکتر عبدالطیف مل په وینا، ایران کولی شي د جګړې د زیانونو د جبران لپاره حقوقي دعوه ثبت او له اړوندو ادارو څخه د تاوان غوښتنه وکړي.
د ننګرهار پوهنتون بل استاد او د چارو شنونکی تمهیدالله سیلاني هم وایي، پر ایران شوی برید د نړیوالو حقوقي اصولو او کنوانسیونونو له مخې د بحث وړ دی او ایران باید د خپلو زیانونو د جبران لپاره حقوقي لاره غوره کړي.
سیلاني ټینګار کوي چې ایران باید د جګړې اړوند ټول شواهد او اسناد راټول او یوه بشپړه حقوقي دوسیه جوړه کړي، څو یې د نړیوالو حقوقي ادارو له لارې تعقیب کړي.
هغه مني چې امریکا په تېرو مواردو کې د ځینو نړیوالو سازمانونو او حقوقي کنوانسیونونو پرېکړو ته له پامه غورځولو تورنه شوې، خو وایي، د نړیوالو ادارو ګډ فشار کولای شي پر امریکا د زیانونو د جبران لپاره فشار زیات کړي.