د افغان ځواکونو په هوائی حملو کښې د عامه خلقو هدف ګرځول
افغان هوائی ځواکونو په ارزګان کښې په هوائی حملو کښې عامه خلق هدف ګرځولی دی.
زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د افغانستان په ولسی جرګه کښې د اروزګان د خلقو نمائنده عبېدا... بارکزی وویل، د دغه هېواد هوائی ځواکونو د اروزګان ولایت د ترینکوټ ښار په نچین سیمه باندې په هوائی حمله کښې یو عامه کس وژلے او څلور نوز یې ژوبل کړی دی.
بارکزی وویل، هغه عامه خلق چې د افغان هوائی ځوکونود حملې هدف وګرځېدل د وادۀ په مراسمو کښې مشغول وو.
هغه زیاته کړه، افغان هوائی ځواکونو د اروزګان په خانقه سیمه کښې هم په یو کور باندې حمله وکړه چې په نتیجه کښې یې دوه عامه کسان مړۀ او پینځه تنه نور ژوبل شول.
د دغو وژل شویو کسانو کورنیو د دغې حملې د عاملانو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
افغان هوائی ځواکونه چې د طالب ډلې په خلاف مبارزه کښې کومې هوائی حملې کوی په هغو کښې اکثر عامه خلق هم وژل کیږی او یا ژوبل کیږی.