دایران یوه عمرانی شرکت دافغانستان په فراه ولایت کې ۳۹کلومیټرسړک جوړوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i36295-دایران_یوه_عمرانی_شرکت_دافغانستان_په_فراه_ولایت_کې_۳۹کلومیټرسړک_جوړوی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دفراه والی محمد آصف ننګ نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دایران فرازاب بیرجند نومې شرکت د دیرش کلومیټر اوږد میل ۷۸ سړک د جوړولو کار پیل کړی دی .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Dec 25, 2016 19:05 Asia/Kabul
  • دایران یوه عمرانی شرکت دافغانستان په فراه ولایت کې ۳۹کلومیټرسړک جوړوی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دفراه والی محمد آصف ننګ نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دایران فرازاب بیرجند نومې شرکت د دیرش کلومیټر اوږد میل ۷۸ سړک د جوړولو کار پیل کړی دی .

 هغه نن  دایران دخراسان جنوبی  ولایت  له استاذی  ابراهیم عبادس زاده سره په ګډ خبری  کنفرانس کې  وویل ،  دغه یوس ل شل کلومیټره  اوږد سړک دی  چې   شپیته کلومیټره سړک  له دې مخکې  دایران  داسلامی  جمهوریت  په وسیله  جوړ شوی ؤ او   دهغه دنورو دیرشو کلومیټرو  دجوړولو کار هم پیل شوی دی .

 هغه زیاته کړې ،  نور یوازې دیرش کلومیټر سړک  پاتیکیږی چې   دافغانستان حکومت ئې جوړول په غاړه اخستی دی  او باید   چې ئې بشپړ کړی . 

 دافغانستان  په لودیځ کې  دفراه ولایت دغه  ستره ټرانزیټی لاره   دایران داسلامی جمهوریت   له جنوبی خراسان ولایت سره  وصل کیږی . . د افغانستان دفراه والی روښآنه کړې ،اسلامی ایران چې  له فراه ولایت سره   همپوله دی ،  تراوسه پورې ئې  له دغه ولایت سره  په اقتصادی اوټولنیزو  برخو کې ډیرې مرستې کړی دی  او دې ځل هم  د دغې سترې ټرانزیټی لارې  دپاتې برخې پّ جوړولو کې له افغانستان سره مرسته کوی

 دایران دجنوبی خراسان استاذی  ابراهیم  عباس زاده هم   په دغه کنفرانس کې د میل ۷۹ ټرانزیټی سترې لارې  دجوړیدا دپلان د اجرا دڅرنګوالی جزیات بیان کړل او   د دغې لارې   او  دایرانیو انجینرانو د امننیت په تامینیدا ټینګار وکړ .  په دغه  غونډې  کې دفراه والی ابراهیم عباس زاده سره ژمنه وکړه  چې دایرانیو انجینرانو او د دغې سترې لارې  دامنیت دتامینولو لپاره به هرډول هڅو ته دوام ورکړی