دافغانستان په لویدیځی سیمو کې طالبانو ۲۵درملتونونه تړلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i44874-دافغانستان_په_لویدیځی_سیمو_کې_طالبانو_۲۵درملتونونه_تړلی_دی
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ دافغانستان په لویدیځ کې دفراه ولایت په بیلابیلو سیمو کې وسله والو طالبانو د درملنې پنځه ویشت مرکزونه تړلی دی او دهغوی کارکونکی ئې شړلی دی .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Apr 11, 2017 14:25 Asia/Kabul
  • دافغانستان په لویدیځی سیمو کې طالبانو ۲۵درملتونونه تړلی دی

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ دافغانستان په لویدیځ کې دفراه ولایت په بیلابیلو سیمو کې وسله والو طالبانو د درملنې پنځه ویشت مرکزونه تړلی دی او دهغوی کارکونکی ئې شړلی دی .

   دافغانستان دفراه ولایت  د روغتیائی اودرملنې دچارو د ادارې  مشر عبدالجبار شایق   نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ،  د آنار درې ،خاک سفید، پشت رود ،بالابلوک ،شیب کوه ،ګلستان اوپشت کوه ولسوالیو درملتونونه   درې ورځې کیږی چې  وسله والو طالبانو تړلی دی .

 فراه ولایت  دافغانستان  یو ناکراره  ولایت  حسابیږی چې  وسله وال طالبان  په دغو سیمو  کې پراخ شتون لری .